کابل / د غبرګولي ٢۸مه / باختر
لس وسله وال طالبان تېره شپه په ميدان وردګو کې د کومانډوځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونډې د دغې قول د ځواکونو په عملياتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې ۶ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
ختم-ج-ا
9 د یوې دقیقې څخه لږ