کابل باختر دغويي دمياشتې ٣ :
په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د چاوديدونکو توکو يوه ډيپوکشف شوه.
دغه ډيپو تېره شپه د دُر بابا ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې ډيپو کې څلويښت انډيه چاوديدونکي توکي او د هغو چوونکي مزي ترلاس شوي دي.
ده وويل چې ډار اچوونکوله دغو توکو څخه د خپلو ډار اچوونکو بريدونو د ترسره کولو لپاره استفاده کوله .
خوږياڼى وايي چې دغه ډيپو د دُربابا ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف شوې ده او په اړوند يې يو تن نيول شوى دى .
طالبان زياتره چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه واردوي او له هغوڅخه بمونه، ماينونه او ځانمرګي واسکټونه جوړوي او په افغانستان کې په ډار اچوونکو بريدونوکې يې کاروي.
0 1 دقیقه لوستل