کابل باختر د تلي پنځمه :
څلور تنه انسان تښتوونکي پرون دپوليسو له خوا په هلمند ولايت کې ونيول شول.
دغو کسانو يو څلورکلن ماشوم شفيع الله د محمد رحيم زوى څه موده مخکې دلښکرګاه ښار له مربوطاتو څخه تښتولى و او په يو نامعلوم ځاى کې يې ساته . دغو کسانو ددغه ماشوم دخلاصون په بدل کې له کورنۍ څخه يې دوه مليونه افغانۍ غوښتې وې چې دملي امنيت دځواکونو دهڅوله امله دغه ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو او کورنۍ ته يې وسپارل شو.
هغه کسان چې دغه ماشوم يې تښتولې و؛ دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .
خبرحاى وويل چې دغه څلور تنه انسان تښتوونکي اوس تر توقيف لاندې دي .
دوى په لومړنيو تحقيقات کې په هلمند ولايت کې د انسان تښتونې په باب په خپل جرم اعتراف کړى دى .
1 1 دقیقه لوستل