امنیت

شپږ ديرش تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
دهېواد په ختيځ  کې  دځانکړو ځواکونو په بريدونو کې شپږ ديرش تنه داعشيان ووژل شول .
په دغو ډاراچوونکو تيره شپه   دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
دهېواد په  ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې تيره شپه په نويو بريدونو کې ٣٦ تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل  په دغو داعشيانو د روداتو ،  کوټ ، اچين ، هسکې مينې  اود دور بابا  د ولسواليو په ځينو سيمو کې بريدونه وشول.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛په دغو هوايي او ځمکنيوبريدونو کې له وسلو او مهماتو سره يې د داعشيانو څو پټنځي او مرکزونه  هم ويجاړ شوي دي .
پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته