کابل / باختر/ د سلواغې دمياشتې٢٣نيټه
اته تنه وسله وال طالبان پرون په لغمان ولایت کی د پوځیانو په برید کی ووژل شول .
په لغمان کې یوه امنیتي خبرځای دباختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغو طالبانو د الیشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوځیانو له خوا برید وشو.
ده وویل چی په دغه برید کی اته تنه وسله والطالبان ووژل شول او یو شمېر نور یې ټپیان شول .
د خبرځای د څرګندونو له مخې: په دغه بریدکې پوځیانو ته د سر زیان نه دی اوښتی.پای – خروټی
0 د یوې دقیقې څخه لږ