کابل باختر د زمري دريمه :
دزابل په والي باندې شاجوي ولسوالۍ ته دسفر په وخت کې وسله وال بريد شو خو روغ رمټ پاتې شو .
دزابل دوالي وياند ګل اسلام سيال باختراژانس ته خبرورکړ: دزابل والي بسم الله افغان مل نن سهار ديوه هئيت په ملګرتيا دشاجوي ولسوالۍ ته روان و
ده زياته کړه : وسله والو مخالفينو دشاجوي ولسوالۍ په نارى سيمه کې کمين نيولى و او په سپکو او درندو وسلو سره يې بريد وکړ
سيال وويل: په دې پيښه کې دزابل دوالي په موټر ګولې لګيدلي اوپه خپله روغ رمټ پاتې شوى دى او چاته زيان نه دى اوښتى .
طالبانو ددغې ولسوالۍ په نارى سيمه کې دوالي دوسايطو پرکاروان بريد وکړ
5 د یوې دقیقې څخه لږ