کابل باختر دليندى نولسمه :
په قندهار ښار کې دچاودنې له امله يو پوليس او يوملکي وګړي ټپيان شول .
دقندهار ولايت وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل دغه چاودنه دقندهار دچوڼې په سيمه کې دکثافاتو په يوه لوښه کې شوې ده چې په پايله کې يې يو پوليس او يوملکي ټپيان شوي دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دپيښې ټپيان دقندهار ملکي روغتون ته ليږدول شوي او دروغتيايي مسوولينو په خبره دهغوى روغتيايي حالت مخ په ښه والى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ