کابل-باختر- دچنګاښ دمياشتې ٢٣
په غور ولايت کې د ماين دچاودنې له امله يو ملکى وګړى شهيد شو .
د دولينه ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر ساتمن محمدنسيم دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن ددغې ولسوالۍ د دهن قلعه آهن په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو ملکي وګرى په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه ماين د طالبانو له خوا دامنيتي ځواکونو په اکمالاتي کتارونو د بريد په مقصد د طالبانو له خوا په سيمه کې ښخ کړى شوى و.
1 د یوې دقیقې څخه لږ