کابل- باختر دسلواغي دولسمه:
په هلمند ولايت کې د بم د چاودنې له امله يو دولس کلن ماشوم ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول .
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه. ويل کيږي چې وسله والوطالبانو دغه بم په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى کړى و.
د پيښې له ساحې څخه د باختر اژانس د خبريال د خبر له مخې: په دې چاودنه کې يو ماشوم ووژل شو او د څلورو تنو ماشومانو په ګډون اته تنه نور ټپيان شول .
تراوسه پورې د دغې پيښې جزئيات نه دي روښانه شوي او سيمه ئيزې مقاماتو هم په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى .
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ