فرهنګ

دعبدالغفور نديم کابلي دمړينې دسلم تلين د درناوي دسيمينار په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
دعبدالغفور نديم کابلي دمړينې دسلم تلين د درناوي دسيمينار په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام .
د ادب او فرهنګ دنومياليو او مخکښانو  درناوى او يادونه  د فرهنګ او ادب دکارکوونکو او دهيواد دعلي او څيړنيزو موسسو ډير ارزښتناک کارونه  دي.
ددغه شان غونډو په جوړولو سره موږ نه يوازې دخپلو فرهنګي مشرانو دکړو  وړو او مفکورو درناوى کوو ، بلکې دهيواد دځوان نسل ددغو نومياليو له نومونو ، آثارو او مفکورو سره بلدوو.
دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دې دعلمي سيمينارونو او کنفرانسونو دجوړولو په ترڅ کې دهيواد د ادبياتو او عالمانو د درناوي غونډې هم جوړوي . 
په دې لړ کې نن يې دعبدالغفور نديم کابلي دمړينې دسلم تلين د درناوي سيمينار هم جوړ کړى دى او  دغه  اقدام دستاينې وړ  دى .
هيله لرم د دغې غونډې دبرخه وال او مقاله ليکوونکې په خپلو مقالو اوخبرو کې
دکابل دساحې ددغه پياوړې شاعرعبدالفعور نديم دشخصيت مفکورې او د آثارو 
دهنري  ارزښتونو په باره کې برخه والو ته  نوي او ارزښتناک مطالب وړاندې کړي.
دلوي  خداى (ج) له دربار څخه ستاسو دسيمينار دبرياليتوب هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته