امنیت

په زابل کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
څلور تنه وسله وال طالبان نن په زابل ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالبان د زابل ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې د عشر او زکات په نامه  له کورنيوڅخه پيسې اخستې او له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته