فرهنګ

د محمد صديق پسرلی د پنځم تلين درناوى وشو

کابل باختر د مرغومي ۲۹مه
د ارواښاد استاد محمد صديق پسرلی پنځم تلين پرون په کندز ولايت کې ونمانځل شو.
  د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
هغه يوه ورځنى سيمينار چې په همدې مناسبت د کندز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ او د کندز ښاروالۍ د رياستونو له خوا او د « پسرلي د ادبي او کلتوري ټولنې» په همکارۍ په کندز ښارکې د دغه ولايت د مرستيال او سرپرست حشمت الله رحيمي عرضبيګي، د دولتي ادارو د رييسانو، فرهنګيانو، د پوهنتون د استادانو،شاعرانو او ليکوالو په ګډون جوړ شو؛ د کندز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فدا محمد ارزښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سر پرستې  حسينې ساپۍ پيغام ولوست.
په پيغام کې ويل شوي دي: «استاد محمد صديق پسرلی پنځه کاله مخکې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. پسرلی په معاصره دوره کې په هندي سبک کې يو ښه شاعر و چې خپل عمر يې د فرهنګ د بډاينې په خاطر وقف کړی و او په همدې اساس له ده څخه يو فرهنګ دوست کورنۍ پاتې ده».
په دغه يوه ورځني سيمينارکې وينا والو د ارواښاد استاد محمد صديق پسرلي د ژوند، چاپ شويو آثارو او شعرونو په باب خپلې مقالې ولوستلې.
د «پسرلي د ادبي او کلتوري ټولنې» د بنسټ مسوول نور رحيم عاطف وويل  چې ارواښاد استاد محمد صديق پسرلى له نن څخه ۹۰ کاله مخکې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې وږيږيد او په څلور کلنی کې له غزني څخه د کندز چار درې ولسوالۍ ته سفر وکړ. د ارواښاد څه ناڅه ۱۰ آثار چاپ شوي دي .
  ختم_  ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته