فرهنګ

عبدالباري جهاني: تفاهم دناوړه تفاهم دلرى کولو لپاره يواځنۍ انتخاب دى.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٦
داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن دمشرانو جرګې دشکايتونو د اوريدو په کميسيون کې دتصويري رسنيو له مسولينو سره خبرې وکړې او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ دکارکوونکو او رسنيو دخاوندانو همکار دى .
دباختر آژانس دخبرله مخې دناوړه تفاهم له امله دهشت صج،ماندګار او د اطلاعات او ورځپانو نړيوال نندارتون ته دڅو عنوانونو کتابونو دليږلو دمخنيوي په اړوند داطلاعاتو او فرهنګ دوزير په پته ترخه او تند مطالب خپاره کړي و.
دهغوى دغوښتنې له مخې داطلاعاتو او فرهنګ وزير دمشرانو جرګې دشکايتونو داوريدو کميسيون ته وبلل شو او دلازمو توضيحاتو په وړاندې کولو سره يې ددغو مسولينو قناعت برابر کړ او ناوړه تفاهمات په بشپړه توګه لرى شول.
داطلاعاتو او فرهنګ وزير په دې غونډه کې طرحه کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درسنيو او قلم او فرهنګ دخاوندانو کور دى هرکله چې په کارى برخه کې کومه ستونزه پيدا کيږي ښه به وى په تفاهم او ګډې همکارۍ سره حل شي ځکه تفاهم او خبرې دناوړو تفاهماتو دله منځه وړلو يواځنى انتخاب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته