کابل باختر د تلي شپاړلسمه
د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه د سرحدي پولیسو لوئ قوماندان لوئ پاسوال رحمت الله روفی او ملګري هيئت یې د امنیتي حالت څېړلو په مقصد د ننگرهار او کنړ ولایتونو نه کتنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت له لارښوونې سره سم د سرحدي پولیسو لوئ قوماندان او ملګري هيئت یې چې د ننګرهار او کنړ ولایتونو د امنیتي حالت دڅېړلو په مقصد دغو ولایتونو ته سفرونه لرل لومړی یې د ننګرهار ولایت له والي، د ۲۰۱ سیلاب قول اردود قوماندان او اړونده امنیتي مسوولینو سره وکتل، وروسته یې د کنړ ولایت له والي، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ۲۰۰ بستریز روغتون له ناروغانو او د شهیدانو له کورنیو سره وکتل چې په دغو جلا جلا کتنو کې د سرحدي پولیسو لوئ قوماندان لوئ پاسوال رحمت الله روفی د خپلو خبرو په لړ کی د امنیتی ځواکونو د احظاراتو، ښی همغږۍ، د ولسونو او خلکو سره د ښو اړیکو په درلودلو، په اداري سیستم کی د فساد په مخنیوي ټینګار وکړاو زیاته یی کړه، امنیتی ځواکونه اوس مهال په پیاوړي ځواک او قوت بدل شوي دي، د ښو ظرفیتونو خاوندان او د لوړ مورال درلودونکي دي دوئ کولائ شي چې د هېواد له پولو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په پوره میړانې او زړورتیا سره ساتنه اودفاع وکړي.
د سرحدي پولیسو لوئ قوماندان وویل، مونږ د یو مکار او خرڅ شوي دښمن په مقابل کې جنګیږو او موږ به د ژوند ترورستیو شېبو پورې د خپل وطن، له ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدي پولو څخه د وطن دوستۍ په روحیه کلکه ساتنه وکړو.
د سرحدي پولیسو لوئ قوماندان او ورسره هيئت له لورې د ننګرهار او کنړ ولایتونو ټول هغه امنیتي مسوولین او منسوبین چې په دندو کې یې له ځانه وړتیاوې ښودلې وې په مډالونو ورکولو سره وستایل شول.
0 1 دقیقه لوستل