امنیت

پنځه تنه طالبان په فراه کې ووژل شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
په فراه  ولايت کې تيره شپه دملي اردو دځواکونو او طالبانو ترمنځ دنښتې له امله پنځه تنه وسله وال طالبان   ووژل شول او اووه تنه  نور يې ټپيان  شول .
د ٢٠٧ ظفرقول اردو د دويمې پلې  لوا دقوماندانۍ  ويندوى محمدحنيف رضايي باختر آژانس ته  وويل :   دغه جګړه د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې   د ملي اردو او د طالبانو ترمنځ ونښته چې د درې ساعته نښتې په بهير کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه  نور  يې ټپيان  شول .
د رضايي دڅرګندونوله مخې : په دې نښته کې د ملي  اردو ځواکونو ته  زيان  نه دى اوښتې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته