امنیت

په ظفر- ٨ عملياتو کې ٢٤ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
د جوزجان ولايت  په مرديانو ولسوالۍ کې دافغان پوځيانو په ګډو عملياتو    کې   ٢٤ تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه عمليات  د ظفر_ ٨ په نامه  دمرديانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په  جنګل اريغ ساحه کې  ترسره شوي دي .
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه عمليات   له پرون سهار څخه  دجوزجانو  لايت  دمرديانو ولسوالۍ  په ځينو سيمو کې پيل شوي دي چې له امله يې  په دې ساحه کې دوسله والو طالبانو دډلې دسرګروپانو ملااحمدي  او ملا غفار په ګډون  اته  تنه  جګړه مار طالبان وژل شوي او  ١٦ تنه نور ټپيان شوي دي.
ترکستاني زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهيرکې  دمرديانو ولسوالۍ  د جنګل اريغ ، حيدرآباد ، قوربقه او دچکش  کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهيرکې دوګړني پاڅون يو غړى  وژل شوى  او  ددريو تنو ملکي وګړو په ګډون دوګړني پاڅون دوه تنه نور ځواکونه  ټپيان شوي دي.
ترکستاني وويل  چې دغه عمليات  دوسله والو طالبانو له شتون څخه  دجوزجان  ولايت دپنځه ګونو ولسواليو ، فيض آباد ، مرديانو ، اقچې  ، منګجک او دخانقا دځينو سيمو دپاکولو په موخه دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته