سیاست

د مشرانو جرګې دکمېسيونونوپه نننيو غونډو کې بېلا بېلې موضوعګانې تربحث لاندی ونیول شوې.

کابل/ باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۴ مه
د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د سفارت خانو د ساتنې قوماندانۍ د يوه منسوب له خوا د محمد اشرف نومي د سپکاوي او د نوموړي د موټر د تخريب په اړه شکايت اوهمداراز د لويې څارنوالې د ساتنې قطعې د امنيتي مسئولينو د ناسم چلند په اړوند د امان الله کټوازي شکایت په جلا جلا توګه دنوموړو قطعو له قومندانانو سره د شاکیانوپه حضور وڅیړل شو او په پایله کي دکمیسیون غړو ټينګار وکړچې امنيتي منسوبين دي د خپلو دندو د اجرا په مهال له نافذو قوانينو او اصولو سره سم چلند وکړي او هم يې له خلکو وغوښتل چې له امنيتي ځواکونو سره دې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د غونډې په بله برخه کې د ترانسپورت وزارت د بشري سرچينو رياست د سرپرست عبدالمحمد ترکي د رښتينو خدمتونو او کړنو درناوى وشو  او د ستاين ليک په ورکړې سره د نوموړي کړنې وستايل شوې.
د غونډې په پاي کې د داودزي عليا او قيس سحري ترانسپورت شرکت تر منځ حقوقي شخړه د دواړو لورو په حضور تر بحث لاندي ونيول شوه او پريکړه وشوه چې موضوع دي د سوداګريزو اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې د مسلکي څېړنې او د دواړو لورو د قناعت په موخه  د هېواد د سوداګري او صنايعو خونو ته راجع شي.
د عبداللطيف نهضت یار په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د کاپيسا ولايت کې د یوتن دیني عالم شهادت په سختو ټکو وغندل شو، له امنيتي او کشفي ارګانونو څخه وغوښتل شول  چې موضوع ترکلکې څېړنې لاندي ونيسي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري. دغه راز په غونډه کې د جوزجان ولايت کې د ښوونځيو سوځول هم وغندل شول او دغه عمل يې له افغان ولس سره څرګنده دښمني وبلله او له حکومتي مسئولينو يې وغوښتل چې د ښوونځيو د امنيت په ټينګښت کې د پوهنې له وزارت سره همکاري وکړي.
د غونډې په بله برخه کې د روان کال د حج بهير او په ځانګړې توګه د حاجيانو د ونډې د وېش، د هواييي شرکتونو له خوا د انتقال قرارداد او ځينو نورو مواردو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې، وپتييل شوه چې دغه موارد دې د حج او اوقافو له وزير سره تر بحث لاندي ونیول شي. دغونډی په بله برخه کې د نړيوالو ميثاقونو او معاهدو قانون د ځينو موادو د تعديل په اړه بحث او د کمېسيون د غړو له خوا تاييد شول، په پاي کې کمېسيون ته راغلو عريضو او ليکونو بحث او د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شوې.
د مېرمن ګلالۍ اکبري په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم قانون د ځينو ماود د تعديل او زیاتوالي په اړه د ولسمشر دتقنيني فرمان په هکله د کمېسيون د غړو له خوا بحث وشو، د لا زياتو مطالعاتو په موخه د کمېسيون راتلونکې غونډې ته وځنډول شو.
د غونډې په وروستۍ برخه کې کمېسيون ته راغلو عريضو او ليکونو بحث او د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شول.
د حاجي صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې راغلو عريضو ته د رسيدګۍ سربېره، د مخابراتي خدمتونو د تنظيم قانون د ځينو ماود د تعديل او زیاتوالي په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان په هکله بحث او غور وشو، په اړه يې لازمې پريکړې وشوې.
د مېرمن شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو دچارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د راغلو عريضو په څېړنې سربېره، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په زياتوالي او په ځانګړې توګه د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا روغتون کې د ماشومانو او نويو ځوانانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه چې د حليمې او سما په نومونو د دوو نجونو د قرباني کیدلو سبب شوې، خبرې او له عدلي او قضايي ارګانونو څخه وغوښتل شول چې د دې قضيې عاملين وپيژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري او هم ټينګار وشو چې د جوماتونو عالمان، قومي مشران او ولايتي امنيتي ځواکونه دي د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت په موخه لا زيات فعاليتونه ترسره کړي.
د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د راغلو عريضو په مطالعي سربېره، د مخابراتي خدمتونو د تنظيم قانون د ځينو ماود د تعديل او زیاتوالي په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان په هکله بحث او د زياتو څېړنو په موخه د کمېسيون راتلونکې غونډې ته وځنډول شو.
د غونډې په بله برخه کې د قانون جوړونې، د حکومت دکړنو د څارنې او د خلکو د ښې استازولۍ په برخو کې د کمېسيون د مرستيالې مېرمن روشن آرا الکوزۍ د کړنو ستاينه وشوه او د کمېسيون د غړو له خوا په ستاين ليک ونازول شوه.
د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې د ١٣٩٦ مالي کال د لومړۍ ربعې د اجرااتو رپوټ تر بحث لاندي ونيول شو او وپتييل شوه چې د يادې ادارې رئيس دي د معلوماتو د وړاندي کولو په موخه د کمېيسون په يوه غونډه کې ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته