امنیت

دهېواد په ختيځ کې دداعشيانو دډلې ديوه جګپوړي قوماندان وژل کيدل .

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دداعشيانو دډلې يوه جګپوړي  قوماندان دهېواد په ختيځ کې  دناتو په هوايي بريد کې ووژل شو .
  په يحيى  تيره شپه دکونړ ولايت  په شلطن  ولسوالۍ کې  دداعشيانو په يوه  مرکز کې بريد وشو او له څلورو تنو  ساتوونکو سره   يې ووژل شو .
  دهېواد په ختيځ کې دملي اردو  يوه جګپوړي  قوماندان  باختراژانس ته وويل چې دناتو  په دغه هوايي  بريد کې  په کونړ ولايت کې   دداعشيانو دډلې جګپوړي قوماندان يحيى له څلوروتنو  افرادو سره  يې ووژل شول .
  ده وويل چې  دداعشيانو دډلې دغه قوماندان هلې ځلې  کولې چې دکونړ ولايت په ځينوسيمو کې  يولړ بريدونه ترسره کړي .
په دې هوايي بريد کې  دداعشيانو يو مرکز دړې وړې شوى دى . 
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته