ښوونه او روزنه

د مناسب ځاى نشتوالې دسمنګانو د ښوونې او روزنې دپوهنځي يوه ستونزه ده

کابل باختر د مرغومي ١٨ مــــــــــــه

  دسمنګانو دښوونې او روزنې دپوهنځي محصلا نو د خپلي لومړى دوري دفراغت جشن  جوړ کړ .

  دسمنګانو دښوونې او روزنې د پوهنځي رييس پوهيالى  محمد شاه  هدايت دباختر اطلاعاتي اژانس  ته وويل دغه پوهنځي  په  ١٣٨٧ کال کې دسمنګانو  پوهنتون  په چوکاټ کې په فعاليت پيل وکړ چې  همدا اوس  ٢٩١ تنه محصلان چې  ٦٢ تنه يې نجونې  دي د تاريخ ، ادبياتو رياضي اوکېميا  په ديپارتمنتونو  کې په زده کړه بوخت دي .

  ده زياته کړه ددغه پوهنځي  په لومړى  دوره  کې يودپاسه سل تنه محصلان دچې  ١٩  يې نجونې  دي  له دغو څانګو  څخه فارغ شول .

 ده   څرګنده کړه دهغه ليک  له مخې چې دلوړو زده کړو وزارت له   لاري هغوى ته رسيدلي دي په نوي تعليمي کال کې  دکرنې يو پوهنځي هم ددغه پوهنتون  په چوکات کې  منظور شوي او له ازموينې  وروسته دوه سوه تنه دکرنې په پوهنځي کې جذبيږي .

  ده زياته کړه اوس ددغه پوهنځي ډيره مهم ستونزه دمحصلانو دمناسب  درسي ځاى، کتابتون ، ليليې او د لابراتواري وسايلو نشتوالې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته