ټولنه

دباميانو زياتره لارې دترافيکو پرمخ پرانستل شوې .

کابل /دمرغومي ٢٣مه /باختر : دباميانو – کابل دلوى لارې په ګډون دباميان زياتې لارې نن له غرمې مخکې د شيبر دغاښې له خوا دترافيکو پرمخ پرانستل شوې . دباميانود فوايد عامې رييس محمد علي شهرستاني دباختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل:دساتنې اوڅارنې رياست او قراردادي شرکتونو دکارکوونکودهلوځلو له امله ،دباميانو ، کابل لويه لاره،دشيبرله غاښې، دباميانو- يکاولنګ،باميان _ سيغان تګلوري دحاجې ګګ له غاښې ، د يکاولنګ – يکاولنګ ٢ تګلوري د (داګاه) او اسپندک لارې د تګ راتګ پرمخ پرانستل شوې هغه زياته کړه چې دبندامير اوباميانواو يکاولنګ – پنجاب تګلوري دشاطو غاښې دپاکولو په حال کې دي خودباميانو اوميدان وردګو تګلوري دحاجي ګګ دغاښې اودباميانو او غور تګلوري دصدبرګ غاښې دترافيکو پرمخ تراوسه پورې تړلې دي . ختم_سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته