خبرونهفرهنګTOPټولنه

یو هندي سیلاني په بایسکل هرات ته سفر کړی

کابل, د کب ۷ مه, باختر
هندي سیلاني ډاکټر راج په بایسکل هرات ته سفر کړی او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو سره یې کتلي دي.
ډاکټر راج په دغه کتنه کې ویلي چې دی غواړي د هېواد نورو ولایتونو ته هم په بایسکل سفر وکړي.
ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د توریزم آمر مولوي رحمت الله محمدي ويلي چې بهرني سیلانیان کولای شي پرته له وېرې د یاد ولایت له تاریخي ابدو څخه لیدنه وکړي.
هغه زیاته کړې چې دغه اداره د بهرنيو سیلانیانو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابروي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې چیني او الماني سیلانیانو په بایسکېلونو هرات ته سفرونه کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته