امنیت

یوطالب کابل ته څېرمه ووژل شو

کابل / زمري ۱۹ / باختر
یوطالب نن د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونوپه عملیاتوکې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان باخترآژانس خبریال ته وویل: امنیتي اودفاعي ځواکونو د کابل د شکردرې ولسوالۍ د بویه زار، ثنا خیلواو د سیاه سنګ په کلیوکې یولړچاڼیزعملیات ترسره کړل چې په پایله کې ۱ طالب ووژل شو، ۳ نورټپیان او ۳ نوریې ونیول شول.
په دغو عملیاتوکې دغه راز ۱ توغندی ، ۱ پیکا ، ۱ کلاشینکوف او ۲ مخابرې هم د دغو ځواکونولاس ته ورغلي دي
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته