کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي چې ټاکل شوې ډېر ژر د نادریه لېسې له څلور لارې څخه د سرای شمالي څلورلارې په لور د بادام باغ سړک د پراختیا چارې پیل شي.
یادې ادارې ویلي دا سړک چې د کابل شمال له مرکز سره نښلوي د څلورمې او اوولسمې ناحیې ترمنځ سیمو کې ۳۲۸۹ متره اوږدوالی او له ۲۰ څخه تر ۳۰ مترو پورې سور لري چې د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د کابل ښاروالۍ له لوري یوه قراردادي شرکت په مرسته جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار اقتصادي او معیاري ودې ته زمینه برابره شي او په همدې توګه د سرای شمالي، کارته پروان او ورڅېرمه سیمو په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې به د پام وړ کموالی راولي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ قراردادي شرکت اوس مهال د ماشینرۍ په لېږدولو بوخت دی او ډېر ژر به کابل ښاریان د یاد سړک د عملي چارو د پیل کېدو شاهدان و اوسي.