فرهنګ

ډاکتر رهين : تلويزيونونه دى په خپلو خپرونوکې داسلامي او ملي فرهنګ روحيه په پام کې ونيسي .

داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين پرون دخصوصي تلويزيونونو له خاوندانو  او مسوولو مديرانوسره دخبرو په  ترڅ کې له دوى  څخه وغوښتل چې په خپلو خپرونوکې دملي او اسلامي فرهنګ روحيه دنوى نسل اخلاق او دکورنيو مصالح په پام کې ونيسي .

 دباخترداطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، ډاکتر رهين په هغو تلويزيونونوچې  ځوانانو او تنکيو ځوانانو  ته روزنيز پروګرامونه نه دي خپاره کړي او له اندازې  زيات  بهرني  فلمونه او سريالونه خپروي ، انتقاد وکړ .

 په ځواب کې  دخصوصي تلويزيونو نو خاوندانو او مسوولو مديرانو څرګنده کړه چې دفلمونو اوسريالونو په خپرولو کې به  زياته پاملرنه وکړي چې داسلامي او ملي فرهنګ له روحيې سره سم وي .

 ديوبل خبر له مخې، داطلاعاتو او فرهنګ وزير له صوتي او تصويري رسنيوڅخه وغوښتل چې  په خپلو خپرونوکې دمحرم دمياشتې او د حسيني عاشورا ايجابات په پام کې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته