فرهنګ

ډاکتررهين : هيله لرو چې په پايتخت اوولايتونو کې ځوانانو ته دزده کړي زياتي زميني برابري شي

٣٨ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢١ :

داطلاعاتو اوفرهنگ   وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين نن دځوانانو دچارو دمعينيت  اودځينو لوړو اونيمه لوړو زده کړو دخصوصي  موسسو ترمنځ دتړون دلاسليک  کولوپه مراسمو کې وويل هيله  لرو چې په پايتخت اوولايتونو کې ځوانانو ته دزده کړي زياتي زميني برابري شي .

څه ناڅه څلور زره تنه  ځوانان داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت   له لاري پنځو لوړو اونيمه لوړو  زدکړه   موسسو ته دزده کړي په مقصد معرفي شوي دي.

ددغې همکاري تړون نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعين تيمورشاه اسحق زي او درڼا ، دکابل روشان ددارالمعلمين  ، اروين  او دمولانا جلال الدين محمد بلخي دلوړو زده کړو اونيمه لوړو زده کړو دموسسو داستازو ترمنځ په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې دروغتيا اودځوانانو دکميسيون منشي  ډاکتره نيلوفر هم حاضره وه لاسليک شو.

ډاکتر رهين ددغه تړون دلاسليک کولو په مراسمو کې وويل چې نن بيا هم دلوړو او نيمه لوړو زده کړو څو موسسي دهيواد ځوانانو ته دزده کړي زميني برابري  کړي دي..

ډاکتر رهين  ټينګار وکړ چې  هيله لرو دلوړو زده کړو نوري موسسي وکولاي شي په مرکز او ولايتونو کې دهيواد ځوانانو ته په بيلابيلو څانګو کې دزده کړي زميني برابري  کړي .

په همدي  حال کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين وويل چې تيرکال مو پنځه ويشت زره تنه محصلان  دلوړو او نيمه لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته  معرفي کړي دي  او دروان کال ترپاي پوري به ديرش زره تنه ځوان محصلان دغو موسسو ته معرفي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته