کابل/ د سلواغې ٢٥ مه / باختر
د کندزامنيتي منسوبينو ويلي دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کندز پوليس مسلکي کېږي.
د کندز امنيه قوماندان ملاعزيزالله عمر د باخترآژانس خبريال ته وويل: که څه هم په کندز کې د نورو ولايتونو په پرتله امنيت ښه دى؛ خو د کندز امنيه قوماندانۍ او د دغه ولايت نور دولتي بنسټونه د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته بيا فعال شوي او د دې قوماندانۍ سرتېري او منسوبين هلې ځلې کوي چې د کندز خلکو ته لا ښه امنيت تامين کړي.
امنيه قوماندان زياته کړه چې په تېرو پنځو مياشتو کې ٧٠٠ تنه د جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي او اړوندو بنسټونو ته سپارل شوي دي.
هغه وويل چې د پوليسو مسلکي کېدو لپاره هم عملي کارونه شوي چې تراوسه پورې ٥٩٠ تنو د دغه ولایت له روزنیز مرکز فراغت لیکونه ترلاسه کړي دي.
د کندز امنيه قوماندان څرګنده کړه چې د کندز خلک د امنيت په تامينولو کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي.
هغه دغه راز د ستونزو او چلنجونو يادونه وکړه او له اړوندو مسوولينو يې وغوښتل چې د ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي.
\ ج