کابل، د غوایی ۲۶ مه، باختر
د فراه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښې ده.
د فراه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اسراییل سیار د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله هغه کورنۍ چې د ښادۍ په مراسمو کې یې ګډون کړی و ۶ تنه مړه او ۹ نورټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.