خبرونهامنیت

چارواکي: په خوست کې د نشه يي توکو پېر/پلور او کارول صفر ته راټیټ شوي دي

 کابل / د کب ۲۱ مه / باختر

د خوست د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د خلکو په همکارۍ د نشه يي توکو پېر/پلور او کارول صفر ته راټیټ شوي دي.

د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز وايي چې د ولس په همکارۍ په دغه ولایت کې د نشه یي توکو قاچاق او کارول صفر ته راټیټ شوي دي.

هغه د امنیتي ځواکونو هڅې او د ولس همکاري ستايي او له خلکو غواړي چې له دوی سره لا ډېره همکاري وکړي چې د جنايي پېښو ګراف هم راټیټ شي.

په ورته وخت کې د خوست ښار اوسېدونکي هم د امنیتي ځواکونو هڅې ستايي او وايي چې په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د پېر/پلور او کارولو مخه نیول شوې او د پام وړ بدلون په کې رامنځته شوی دی.

دوی وايي چې پخوا به د خوست په ښار کې نشه يي توکي پلورل کېدل خو اوس امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د نشه يي توکو د پېراو پلور مخه ونیسي او مرکزونه یې وتړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته