روغتیا

څلويښت زره ماشومان دشري دناروغي په وړاندې واکسين شول

په سمنګانوولايت کې په څلويښتو  زرو ماشومانو دشري واکسين تطبيق شو.

دسمنګانو ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحميد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه پروګرام ددغه ولايت   په مرکز او  خرم سارباغ ، فيروزنجچېر ا وحضرت سلطان په ولسواليو کې  له لس کلني څخه ښکته ماشومانو ترمنځ دشري دناروغي دخپريدو دمخنيوي په مقصد پيل شوي دي.

دده دڅرگندونوله مخي دعامې روغتيا وزارت دغه پروګرام دسمنګانو ولايت په گډون  دهيواد په څوارلسو ولايتونو کې چې په روان کال کې دسختو وچکاليو تراغيزي لاندې دي پيل کړ .

دسمنګانو  ولايت دعامې روغتيا رييس دکتلوي معافيت دامريت  مسوول ډاکتر نظر محمد وايي په دې پروګرام  کې څه ناڅه  دوه سوه څلويښتو تنو کارکوونکو   داويا  ګرځنده ټيمونو په چوکاټ کې ددغه ولايت  په لرو پرتو سيمو کې  په  جوماتونو، ښوونځيو دخلکو دراټوليدو په مرکزونو کې دغه واکسين تطبيق کړي.

ده وويل له طرحه شوي پلان سره سم دوى په شرايطو برابر څه ناڅه څلويښت زره تنه ماشومان دشري دناروغي په وړاندې  چې په ماشومانو کې يو ساري او ډيره خطرناکه ناروغي ده واکسين اووقايه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته