کابل باختر دوري يوولسمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونو کې پرون د امنيتي ځواکونو دګډو عملياتوپه بهير کې څلور پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول ، درې ديرش تنه ټپيان او نهه تنه يې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شوي و .
دغه ګډ عمليات دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا دهوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيکا ، غزني ، قندهار ، روزګان ، هرات ، فراه ، فارياب ، کندز او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شوي و .
1 د یوې دقیقې څخه لږ