خبرونهامنیتTOP

په کندهار کې ۵۵۶ تنه سرتېري فارغ شول

کابل، مرغومې ۲ مه، باختر

د  کندهار امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د جنوب لوېدیځ زون له اسلامي او ملي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۵۶ تنه سرتېري فارغ شول.

په جنوب لویدیځه حوزه کې د اسلامي او ملي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز قوماندان مولوي مطیع‌الله فاروقي وویل چې دغه سرتېري د دوو میاشتو په موده کې زده کړې کړې دي.

نوموړي  د فارغ شویو مجاهدینو شمېر ۵۵۶ تنه یاد کړ او ویې ویل، چي یادو مجاهدینو د تجربه لرونکو اُستادانو لخوا نظامي او مسلکي زد‌کړې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته