ورزش

په کندهار کې دفوټبال سيالۍ پاى ته ورسيدي

په کندهارکې  دجنوب لويديځ زون  دفوټبال دټيمونو دسياليو وروستي پړاو  له زابل سره دکندهار اوله هلمندسره دنيمروز دټيمونو  په لوبو سره پاې ته ورسيد.

دهيواد دفوټبال فدراسيون مرستيال محمدياسين محمدي له کندهار ښارڅخه  دباختر  داطلاعاتي اژانس له خبريال سره په تيلفوني اړيکو کې  وويل  چې په دغو سياليو کې دکندهار دفوټبال ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره د زابل ټيم ته ماتې ورکړه او دنيمروز ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دهلمند په ټيم بريالي شو.

دغه سيالۍ دهلمند ، زابل ، کندهار  او نيمروز دولايتونو دفوټبال دټيمونو ترمنځ په کندهار ښارکې پيل شوي وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته