کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د یو لړ هدفمندو عملیاتو پرمهال یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول قاري جمعه الدین خاکسار د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، پرون د امام صاحب ولسوالۍ په بېشکپه سیمه کې امنیتي ځواکونو د انسان تښتوونکو په یوه ډله عملیات کړي چې په پایله کې یې ۳ تنه نیول شوي او یو تن وژل شوی دی.
خاکسار زیاته کړه، دغو کسان د تښتول شوي کس بدل کې د نوموړي له کورنۍ د پیسو غوښتنه کوله چې له نېکه مرغه په دغو عملیاتو کې تښتول شوی کس هم ژغورل شوی دی.