خبرونهټولنه

په کندز کې پر اړمنو کورنیو مرستې وېشل کېږي

 کابل/ د سلواغې ٢٨ / باختر

د ملي او نړيوالو مرستندويه موسسو د مرستو په دوام نن په کندز کې د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د اوچر موسسي د فتر پر۱۰۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي او روغتیايي کیټونو د وېش لړۍ پیل کړه.

په کندز کې د بشري مرستو د همغږۍ مسوول عبدالفتاح شريفي د باخترآژانس خبریال ته وويل: په لومړي پړاو کې به  دغه مرستې  پر هغو ۲۰۰  مستحقو کورنيو ووېشل شي چې د جګړو او  وچکالۍ له امله بې ځايه شوې دي.

بل خوا په کندز کې د اوچر دفتر مسوول ډاکټرنصیراحمد احسان مند وايي، چې د مرستو د وېش بهیرشفاف دی او زیاتوي، چې په دغه مرسته کې پر هرې کورنۍ پر روغتيايي بستو سربېره اوړه، وریجې، غوړي، مالګه، بوره او دال وېشل  کېږي چې وېش لړۍ یې نن پيل شوې ده.

\ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته