امنیت

دولس تنه طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
دولس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې پرون د هېواد د هوايي ځواکونو په  بريد کې ووژل شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د فراه ښار د ځينو سيمو د پاکولو په مقصد ترسره شول چې په نتيجه کې ١٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نور يې ټپيان شول.
ده څرګنده کړه چې د هوايي ځواکونو په دغه بريد کې د دښمن په چاوديدونکو توکو بار يو موټر او د جنګي وسايلو يوه ډيپو له منځه وړل شوې ده.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته