امنیت

په کابل کې چاوديدونکې توکې اومهمات ترلاسه شول

١- کابل باختردليندي دمياشتې ٢٤ :

دکابل  د١٠١ اسمايي زون پوليسو پرون ددغه ولايت دسروبي ولسوالۍ له مربوطاتو څخه  يوه اندازه چاوديدونکې توکې اومهمات ترلاسه کړل.

دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ په ترلاسه شويو مهماتو کې دتوپ درې ګولۍ ، د٨٢ ملي متري توپ دوه ګولۍ ، دوه لاسي بمونه ، دوسايطو ضد يوماين ، ديوسلو اوه ملي متري توپ يوه ګولۍ  ، يوبوشکه چاوديدونکې توکې  ، دوه سطله چاوديدونکې توکې او پنځه ويشت کېلوچاوديدونکې  توکې شته.

دغه راز پوليسو په يو بل اقدام کې دپوليسو ددولسمي حوزي په مربوطاتو کې له يو کور څخه نهه کېلوګرامه هيروئين ترلاسه  اودوه تنه يې ددغو موادو دساتلو په تور نيولي دي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته