خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کرونا ويروس اخته ٧٧  کسان مړه شول

 کابل/ دغبرګولې ٣١مه / باختر

دعامې روغتيا وزارت اعلام کړى دى چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس  ٧٧ – اخته  کسان مړه شوي دي.

د باخترآژانس د خبرله مخې: دعامې روغتيا وزارت د رسمي شمېرونو له مخې، په تېرو٢٤ ساعتو کې په هېواد کې يو زرو ٥٠١ کسان  په کرونا ويروس اخته شوي او په دې موده کې  ٧٧ کسان مړه شوي دي.

په دې ترتيب د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر ٤ زره ٨٧١ کسانو ته رسېدلى او په کرونا ويروس د اخته ناروغانو شمېر ١١٨ زره ٦٥٩ کسان اعلام شوى دى.

په دې موده کې په هېواد کې په  کرونا ويروس اخته ٨١١ کسان روغ شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته