خبرونهامنیتTOP

په هلمند کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۳۹ تنه فارغ شول

کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر

د هلمند امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت  په مرکز لښکرګاه کې د ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د هلمند او نیمروز ولایتونو د اتمې دورې ۴۳۹ تنه پولیس تر دوه میاشتو پوځي زده کړو وروسته  فارغ شوي دي.

د یاد ښوونیز او روزنیز مرکز استاد شیخ مولوي عمادالدین حماس د پوځي روزنې پر ارزښت خبرې وکړې او له فارغ شویو پولیسو څخه يي غوښتنه وکړه چې د اسلام، هېواد او د خلګو ساتني لپاره خپل ملي او اسلامي مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي.

ورپسې امنيه قوماندان مولوي عبدالحکیم مبارک د خپلو خبرو پر مهال پولیسو ته وویل:«موږ او ولس په تاسو ویاړو او تمه لرو چې په راتلوونکي کې ټولنې ته ښه خدمت ترسره کړئ او ولسونو ته د خدمت جوګه وګرځئ».

په ورته وخت کې د یاد مرکز قوماندان مولوي عبدالصمد مبارک وویل:«دغه روزل شوي پولیس د هلمند او نیمروز ولایتونو څخه دي چې ۲۷۰ تنه یې د هلمند او ۱۶۹ نور یې د نیمروز ولایت څخه دي».

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې دغه پولیس به په یادو ولایتونو کې د هېوادوالو لپاره خدمت وکړي.

د یادونې وړده چې تردې مهاله د هلمند د پولیسو له روزنیز مرکز څخه زرګونه مجاهدین تر روزنې وروسته ټولنې  ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته