امنیت

په هلمند کې دهيروئينو دتوليد دوه کارخانې ويجاړي شوي

کابل باختردليندي دمياشتې ٢٤ :

دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي  دځانګړي قطعي منسوبينو پرون دناټو دځواکونوپه همکاري دهلمند ولايت په باغران ولسوالۍ کې  دهيروئينو دتوليد د دوو کارخانو په ويجاړولو بريالي شول.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دکورنيو چارو وزارت  دمطبٍوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې  دګډو عملياتو په بهيرکې  چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دځانګړي قطعي او دناټو دځواکونوله خوا په دغې ولسوالۍ کې  ترسره شول درې زره دوه سوه کېلوګرامه امونيم کلورايد ، دهيروئين دتوليد دوه لابراتوارونه ، دچرسو دتوليددوه دستګاوي ، دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي  دځانګړي قطعي دمنسوبينولاسته ورغلي دي.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  ترلاسه شوي مواد له لابراتوار او وسايلو سره يې  له عکس اخيستلو وروسته  دمسکراتو اونشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دقانون له مخې  په سيمه کې وسوځول شول او له منځه يووړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې  دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي پوليسو په هلمند هلمند ولايت کې  ددغه ولايت  دلښکرګاه ښار پوري مربوط دخشک آبه ددښتي په ساحه کې دري سوه څلويښت کېلوګرامه اپين  کشف اوترلاسه کړي و.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته