خبرونهښوونه او روزنه

په نیمروز کې ۳ ښوونځي بیا ورغول شول

کابل، د مرغومې ۱۱ مه، باختر

د نیمروز د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ۳۹۰ زره افغانیو په لګښت د ۳ ښوونځيو د بیا رغولو چارې بشپړې شوې دي.

د یاد ولایت د خاشرود ولسوالۍ د پوهنې آمر، مولوي عبدالغني فاتح د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د ۳۹۰ زره افغانیو په لګښت د دریو ښوونځيو د بیارغولو چارې بشپړې شوې دي.

هېره دې نه وي چې مخکې له دې هم په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې له لوري دې ته ورته پروژې پلې شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته