خبرونهامنیت

په نیمروز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۶ تنه نیول شوي

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د نیمروز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې تېره اوونۍ د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۶ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي عبدالعزيز مغفور باختر آژانس ته وویل، چې د تېرې یوې اوونې په ترڅ کې د یاد مدیریت د منسوبینو له لوري ۲۶  تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي دي.

ورته وخت کې د یاد ولايت د چهاربرجکې ولسوالۍ امنيه قومندان، مولوي عبدالله “انس” وايي، د يو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې (١٠٣٧) کيلوګرامه کیمیاوي توکي، چې د نشه‌يي توکو په جوړولو کې کارول کېږي کشف او ترلاسه کړي دي.

مغفور زياته کړه چې د يادو کسانو دوسيې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته