– کابل/ د وري٢٢ مه / باختر
طبیعي پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په ننګرهار کې یې د بشري مرستو په دوام پر۲۰۰ اړمنو او زیانمنو شویو کورنيو ۶۰ زره ډالر ووېشل.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه مرستې د (IOM) ادارې په مالي ملاتړ د ننګرهار د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې پر زیانمنو شویو او او اړمنو کورنیو ووېشلې.
خبرځای زیاتوي چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۳۰۰ – ۳۰۰ امریکايي ډالره ووېشل شول.
د دغه وزارت په وینا، د نغدي مرستې ترلاسه کوونکې کورنۍ د سختو بارانونو او سیلاونو له امله زیانمنې شوې وې.
د یادونې وړ ده چې په ټول افغانستان کې اړمنو او زيانمنو شويو کورنیو ته د بشري مرستو د وېشلو لړۍ دوام لري.
د نغدي مرستې ترڅنګ د بې وزلۍ، بېکارۍ او طبیعي پېښو له امله پر اړمنو کسانو خوراکي توکي هم وېشل کېږي.
د اړوندو ادارو مسوولینو تر دې وړاندې ویلي وو، هڅه کوي چې بشري مرستې په شفافه او عادلانه ډول ووېشي.
\ ذ