امنیت

په ننګرهارکې دناټودجنګي الوتکو له خوا ددريو تنو ماين ايښودونکو وژنه

درې تنه ماين ايښودونکې طالبان تيره شپه دننګرهار په ولايت کې دماين ايښودلو په بهيرکې  دناتو دجنګي الوتکو له خوا وژل شوي دي

درارسيدلو خبرونو له مخې دغه طالبانو تيره شپه کله چې دننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ کې په ماين ايښودلو بوخت و دناتو دجنګي الوتکو په واسطه ووژل شول.

 دناتو په هغي خبرپاڼه کې  چې دباختر اطلاعاتي اژانس ته رسيدلي ده ويل شوي دي چې په دغه  هوايي بريد کې  ملکې وګړوته زيان  نه دي اوښتي.

ددغي خبرپاڼي دخبرله مخې له دغو بريدونو وروسته افغان ځواکونه دپيښې سيمي ته  لاړل  او دوژل شويو طالبانو درې ماينونه يې ترلاسه کړل.

طالبانو تراوسه پوري په دې اړوند نظرنه دى څرگند کړي..

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته