امنیت

په لوگر ولایت کی يو تن ووژل شو او ٦٥ تنه نور ټپيان شول .

دلوګر له ولايت څخه وروستي رپوټونه څرګندوي چې ددغه ولايت په محمد اغي ولسوالۍ کې نن سهارنۍ چاودنې له امله يو تن ووژل شو او  ٦٥ تنه نور ټپيان شول .

  له چاودنې څخه څوشيبې  وروسته دلوګر دوالي ويندوى  باختر اژانس ته ددريو افغان امنيتي ځواکونو دټپي کيدوخبر ورکړي و ،  خو دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش په وروستي تماس کې دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، په دغه بريد کې ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار له يوې تيلري واسطې  څخه کاراخستي وچې له امله يې دبهرنيو ځواکونو دقرارګاه يو تن سيمه ئيز کارګر ووژل شو او ددريو پوليسو او د ملي امنيت ددوو تنو منسوبينو په ګډون    ٦٥  تنه ملکي وګړي ټپيان شول .

  درويش زياته کړه: له ټپيانو څخه شپيته  تنه سيمه ئيزاوسيدونکي دي چې زياتره يې ښځي  او ماشومان دي او دخپلو کورونو د ښيښو دماتيدو له امله څه ناڅه ټپيان شوي دي  او دشهيد شفيق الله لودين په روغتون کې له درملنې وروسته رخصت شوي دي .

 ويل کيږي يرغلګر په چاويددونکو توکوبار ديوې تيلري واسطې په کارولو سره غوښتل دلوګر ولايت په محمد اغي ولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونو په قرارګاه بريد وکړي خو قرارګاه ته له رسيدو څخه مخکې ددغې ولسوالۍ ودانۍ ته څيرمه چاودنه وشوه او په دې پيښه کې د ځانمرګي يرغلګر مړي ټوټي ټوټي  شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته