کابل باختر د مرغومې شلمه :
د اساسي قانون د تصويب ملي اوونۍ پرون په لوګر ولايت کې ونمانځل شوه .
د باختراژانس د سيمه يېز خبريال د خبرله مخې؛په دې غونډه کې د لوګر پوهنتون رييس پوهنيار عبدالناصر ستانکزي وويل چې؛ په اساسي قانون کې د افغانستان د خلکو ټول حقوق محفوظ دي او د افغانستان اساسي قانون يو بشپړ قانون دى، چې د هېواد د فرهنګ اوشرايطو په پام کې نيولو سره جوړشوى دى.
د اساسي قانون په نمانځغونډه کې د لوګر ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس محمد شفيق پوپل وويل چې؛ اساسي قانون دنظام سرخط دى او رعايتول يې د هېواد د هر وګړي ملي او هېوادونۍ وجيبه ده .
پوپل زياته کړه چې؛ په قانون نه پوهاوى جرم دى او بايد د هېواد هر وګړى ځان د هېواد په نافذه قوانينو خبر کړي.
د هېواد اساسي قانون دولس فصلونه او يوسلو دوه شپيته مادې لري چې په ديارلس سوه دوه اتياهجري لمريز کال کې د وخت د جمهور رييس حامدکرزي له خوا له توشيح وروسته نافذ شو. ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل