ورزش

په غور کې يو ستر لوبغالې جوړشو

کابل باختردليندي دمياشتې ٢٤ :

دغور ولايت ستر لوبغالې پرون پرانستل شو.

 دغه لوبغالي  چې دڅه ناڅه ديرشو زرو تنو ننداره کوونکې ظرفيت لري په نړيوالو ستندردونو جوړشوي دي.

دغور ولايت دورزشي آمريت  دڅرگندونوله مخي په دي لوبغالي کې يو پوښل شوي جمنازيوم هم درزمي  ورزشونولپاره  اودفوتبال دلوبغاړو دتمرين لپاره  او دنجونولپاره دباسکتبال يو ډگر هم جوړشوي دي.

دغه لوبغالې دجاپان په مرسته د څلورو شپيتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت  جوړشوي دي.

 دورزشکارانو دتودولو سالون  اودلوبغالې لپاره له نورو ضروري ملحقاتوسره يې په دغه لوبغالې کې په پام کې نيول شوي دي .

دغه لوبغالي دوسايطوله پارکېنيک سره يې  دوه ديرش زره مربع متره ځمکه احتوا کوي .  دورزشي ډگر شاوخوا دننداره کوونکو دناستي ځاى دشپيتو مترو په اوږدوالې سره په دوراني او ښکلي ډول جوړشوي دي.

دغور والي  ډاکترعبدالله هيواد دباختر اطﻻعاتي اژانس ته وويل  چې ددغه لوبغاړې په جوړولو سره  دورزشي ستندرد ځايونو دنشوالې له پلوه  او دسياليو اوپه تيره بيادفوتبال دسياليو دترسره کولو دځاى دنشتوالې له پلوه دورزشکارانو زياتي ستونزي لري شوي دي.

دغور دوالي دڅرگندونوله مخې دي هلې ځلې کوي چې ددغه لوبغالې داړتيا وړ  ورزشي وسايل  دغير حکومتي مرکزونوله لاري برابر کړي.

دغور لوبغالې له کابل څخه وروسته دهيواد دويم لوبغالې دي چې له نړيوالو ستندردونوسره مطابقت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته