خبرونهامنیتTOP

په غور کې لسګونه پولیس تر مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول

 کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر

د غور ځايي چارواکو په دغه ولایت کې له مسلکي زده کړو څخه د لسګونه پولیسو د فارغېدو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري باختر اژانس ته وویل چې د دغې قومندانۍ د ښوونې او روزنې امریت له لوري ۷۰ پولیس تر یوې اوونۍ مسلکي زده کړو وروسته نن فارغ شول.

بدري زیاته کړه، چې د غور د پوليسو د لا مسلکي کولو لپاره هڅې روانې دي ترڅو پوليس وکولای شي په ښه توګه نظام او ولس ته خدمت وکړي.

په ورته وخت کې تازه  فارغ شويو سرتېرو د خپل فراغت په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په ښه توګه ترسره کوي او د خپلو امرینو له امر څخه به سرغړونه ونکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته