فرهنګ

په غزني داته شپيتو تاريخي اثارو کشف

کابل باختردليندي دمياشتې ٢٤ :

دغزني ولايت سيمه ييزو چارواکو په دغه ولايت کې دڅه ناڅه اته شپيتو تاريخي  اثارو دکشفولو خبرورکړ.

ددغو اثارو په کشفولو سره دغزني والي ادعا وکړه  چې دده ترامر لاندې ځواکونو په دغه ولايت کې  ديوزرو سلو قلمو نورو اثارو  دنيولو په درشل  کې دي.

دغزني والي موسي اکبرزاده  دترلاسه شويو اثارو دننداري په وخت کې خبريالانو ته وويل چې دوي هغه شبکې ترنظرلاندې لري چې غواړي څه ناڅه يوزرو سل قلمه تاريخي اثار له غزني څخه  نورو ځايونو ته قاچاق کړي .

دباخترداطلاعاتي اژانس د خبرله مخې  .  دغزني والي ددغې موضوع دڅرنگوالې په باب څه ونه ويل خو ژمنه يې وکړه چې  دغه سلګونه قلمه تاريخي اثار  چې دغزني دزاړه ښار  له وياړنو څخه دي  ډير ژر ترلاسه کړي.

دغه اثار چې پرون  داستخباراتي معلوماتوله مخې  دغزني په ښارکې دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  جسمي ،کوزي  اونورتاريخي اثار  پکې شته .

دغزني دوالي دڅرگندونو له مخې  دغه اثار تر٩٠٠ کلونو پوري تاريخي لرغونتيالري .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته