روغتیا

په سمنګانو ولايت کې په نشه يي توکو په لسگونو تنه روږدي کسان ددرملنې په مقصد اړوندو روغتونونو ته معرفي شوي دي .

په سمنګانو ولايت کې په نشه يي توکو په سلگونو تنه روږدي کسان دپوليسو له خوا راټول او ددرملنې لپاره ددغه ولايت  دروږدو کسانو دعلاج او درملنې روغتون ته ليږدل شوي دي.

دسمنګانولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي مدير سمونمل غلام محمد زلمي وويل  دسمنګانو ولايت امنيه قوماندانۍ په  څو وروستيو مياشتو کې په نشه يي توکو په لسگونو تنه روږدي کسان  دايبکو ښار له بيلابيلوسيمو څخه راټول او ددرملنې لپاره يې دروږدو کسانو روغتون ته معرفي  کړي دي.

ده چې نن يې دباخترداطلاعاتي اژانس له خبريال  سره خبري کولي څرګنده کړه که چېري  دغه روږدي کسان له درملنې وروسته بيا  دنشه يي توکو  کارولو ته مخه وکړي دمجازاتو لپاره به څارنوالۍ ته  ورپيژندل شي .

ده زياته کړه  چې تراوسه پوري  څلورو تنو   له درملنې وروسته  بيانشه يي توکو ته مخه کړې ده چې څارنوالۍ ته  معرفي شوي دي او اوس بنديان دي.

ده  دعامه نظم دټينګښت ، دنظم دتامينولو اودغلا دمخنيوي په لاره کې دروږدو کسانو راټولول اغيزمن وبلل او ويي ويل  له هغه وخت څخه چې ددغو کسانو دراټولولو کار پيل شوي دي  دجرمونوپه کچه کې تريوي اندازي پوري کمښت راغلي دي او په پام کې دي  چې دعه پروګرام په نورو ولسواليو کې هم  عملي کړي .

دده دڅرگندونوله مخې  هغه تاوتريخوالې چې په کورنيو کې رامنځته کېږي  اوهغه څيړنې  چې ترسره شوي دي ښيې چې  ددغه شان کورنيو يو غړي هرو مرو په نشه يي توکو روږدي  دي .

دغه راز يوشمير هغه  کسان چې دپوليسو له خوا دغه روغتون ته ليږدول شوي دي دروغتون دمنسوبينو دچلند له امله خوښي څرگندوي او وايې  بيابه نشه يي توکو ته مخه ونه کړو .

 دايبکو ښار يو تن اوسيدونکې چې دپوليسو له خواد درملنې لپاره روغتون ته معرفي شوي و وويل : نهه ورځې کېږي  چې په روغتون کې بستريم اوس ښه شوي يم او جوړ يم کله چې روږدي وم  ډيروخلکو آن  دکورنۍ غړو مې له ما څخه کرکه لرله .

دسمنګانو ولايت  دروږدو کسانو ددرملنې دروغتون دعامه پوهاوي مسوول سيد امرالله ددغه روغتون دفعاليت په باب وويل دهغې سروي له مخې  چې دسمنګانو ولايت په مرکز او ولسواليو کې  مو ترسره کړي دي  په دغه ولايت کې څه دپاسه دوه زره تنه روږي کسان شته   چې دغه روغتون  دتيرکال دمرغومې  له مياشتې ر اپه دي خوا چې په فعاليت يې پيل کړي دي  دوه سوه نهه اتيا تنه بسترشوي دي  او اته ديرش تنه نور په خپلو کورونو کې تداوي شوي دي او  درې سوه څلور اويا تنه راجسترشوي  اوڅه دپاسه دولسو زرو شپږ سوه تنو ته دنشه يي توکو دزيانونو په باب معلومات ورکړشوي دي.

 له بلي خو دسمنګانوولايت دروږدو کسانو ددرملني دشل بستريز روغتون  چارواکو  په نشه يي توکو دزياتو کسانو دروږدي کېدو دمخنيوي په  لاره کې دپوليسو ددغه اقدام هرکلي وکړ.

ددغه روغتون مسوول ډاکتر محمدجاويد احمدي وايي په نشه يي توکو روږدي کسان چې دپوليسو له خوا  معرفي  اويا په خپله ددرملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه کوي  ددغه روغتون مسوولين لومړي هغوى ته دنشه يي توکو دزيانونو په پاب معلومات ورکوي او وروسته يي بسترکوي . اوپه دريم پړاو کې له درملنې وروسته  ديو کال لپاره  تعقيبيږي چې آيا دوى بيا نشه يي توکو ته مخه کوي او که ځنګه .

ده زياته کړه  ددغه ولايت  روږدي کسان د داپينو ، چرسو ، کراک ، کرستال او له  زرقي توکوپه ګډون له ډول ډول نشه يي توکو څخه استفاده کوي او زياتره يې په هيروئينو روږدي دي .

په همدي حال کې دسمنګانوولايت دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي داداري رييس جاويد رسا  دټولنې د نورو کسانو دروږدي کېدو دمخنيوي په مقصد دپوليسو له خوا دروږدو کسانو راټولول يو ښه اوپرځاى اقدام وباله  او ويې ويل   دوى ددغه ولايت  دخلکو دپوهې د کچې دلوړولو لپاره په دې وروستيو وختو کې دښځو دچارو اودحج او اوقافو درياستونو  اودورزشي آمريت په همکاري  په ايبکو او دخرم سارباغ په ولسوالۍ کې دنشه يي توکو دزيانونو په باب دپوهې دکچې دلوړولو په مقصد بيلابيلوپروګرامونه پيل کړي او دوى په پام کې لري چې په نورو ولسواليو کې هم دا کارعملي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته