خبرونهروغتیا

په روزګان کې ویجاړ شوي روغتیایې مرکزونه به بیا ورغول شي

 کابل ، د غبرګولی ۱۰ مه، باختر

د عامې روغیتا چارواکي وايي چې په روزګان کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي روغیتايي مرکزونه به بیا ورغول شي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایې خدماتو وړاندي کولو معین حبیب الله اخندزاده روزګان ته په سفر کې ویلي چې په دغه ولایت کې به  د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي روغتیاي مرکزونه بیا ورغول شي.

معین وویل، هڅه یې  دا ده چې نړېوال روغتیایی بنسټونه دې ته چمتو کړي چې په روزګان او هېواد کې د روغتیا په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

بل لور د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد الله وايي، چې هڅې یې پيل کړي چې په دغه ولایت کې روغتیايي خدمتونه ګړندي کړي او خلکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

دا په داسي حال کي ده چې په روزګان کې دا مهال ۷۹ روغتیايی مرکزونه فعال او خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته